د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عمان، اردن، جيبوتي، اتیوپیا، سومالیا، مالیزیا او هندوستان له علماوو، سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد هېوادونو علماوو، سوداګرو او پانګوالو افغانستان امن او باثباته هېواد بللی دی.
همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد پلاوي هرکلی کړی او په بېلابېلو برخو کې یې د اسلامي امارت لاستهرواړنې ورسره شریکې کړې دي.
نوموړي دوی د افغانستان سفیران بللي او ویلي یې دي، چې موږ د ځمکې پر مخ د هېڅ انسان مخالف نه یو؛ زموږ یوازینی هدف د الله (ج) پر ځمکه د الهي قانون او شریعت پلي کول دي.
ښاغلي عزیزي افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه ته په اشاره د یادو هېوادونو له پانګوالو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

