د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف په تاشکند کې د ترکیې له سفیر وافوک اولوتاش سره د افغانستان پر تحولاتو او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.
د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ناسته کې له افغانستان سره د تعامل پر څرنګوالي خبرې شوي او همدا راز دواړو خواوو د یاد هېواد د سولې، ټیکاو او پراختیا ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، موږ د سیمې هېوادونو په منځ کې د همغږۍ پر ارزښت ټینګار کوو او د افغانستان امنیت په مستقیم ډول د منځنۍ اسیا پر ټیکاو اغېز کوي.
همدارنګه په اوزبیکستان کې د ترکیې سفیر افوک اولوتاش ویلي، ترکیه او اوزبیکستان چمتو دي چې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو له لارې د افغانستان د سولې بهیر او بیا رغونې ملاتړ وکړي.
بلخوا د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د افغانستان د ټیکاو او امنیت په تړاو سیمهییزې هڅې ستایي او د نړۍ له نورو هېوادونو هم غواړي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
د اوزبیک او ترک ډیپلوماتانو دا لیدنې ښيي، چې افغانستان د سیمې ډيپلوماټیکو اړیکو کې لوړ ځای لري.
د اسلامي امارت چارواکي تل پر خپل اقتصاد محوره پالیسۍ ټینګار کوي او وایي، د همدې پالیسۍ په برکت د نړۍ یوه ځواکمن هېواد روسیې افغان نظام په رسمیت پېژندلی او له نورو هېوادونو سره هم اړیکو کې پر ښه لور روان دي.

