قیرغیزستان کې د اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني یاد هېواد لپاره د روسې له سفیر سرګي ایوانویچ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالشکور حقاني د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
ورتهمهال سرګي ایوانویچ د اسلامي امارت د ملاتړ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل زیات شي.

