ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان او ایران له زندانونو نږدې ۱۰ زره افغان کډوال ازاد شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې په ټولیز ډول د پاکستان او ایران له زندانونو څخه ۹ زره او ۹۵۱ افغان بندیان ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

سربېره پر دې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه یو میلیون، ۹۸۹ زره او ۵۹۳ افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوي دي.

همداراز په پاکستان کې د نږدې ۱.۴ میلیونه کډوالو د اقامت کارتونه تمدید شوي او له پاکستان ایران او نورو هېوادونو څخه ۶٠٠ کډوال د حج فريضي لپاره سعودي عربستان ته استول شوي دي.

مسولینو زیاته کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس په ۲۹ ولایتونو کې د منظور شویو ۳۸ ښارګوټو له جملې د ۲۹ د سروې چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو دوام لري.

د مسولینو په وینا، تېر کال څه‌باندې ۱۳ زره کورنۍ د طبیعي او غیرې طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوې، چې له جملې یې له ۳۵۹ زره ډېرو کسانو بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي.

د دې تر څنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کډوالو او بې‌ځایه شویو لپاره څه‌باندې ۴ زره سرپناوې جوړې شوې او ۵۴۶ نورې بیارغول شوې دي.

د کډوالو وزارت د مسولینو په خبره، لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

یاد وزارت له ملي او نړيوالو ادارو سره د ١٢۵ هوکړو په لاسليکولو سره د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو د اقتصادي ملاتړ لپاره څه باندې ۷۸ میلیونه ډالره مرسته جذب کړې ده. تېر کال ۳۴ زره کسانو ته مسلکي روزنیز پروګرامونه پيل شوي او ۸ زره کورنيو ته د کوچنیو کاروبارونو د پيل او سرپناه برابرولو په موخه نغدي مرستې وركړل شوې دي.

سربېره پر دې له همکارو ادارو سره په همغږۍ نږدې ۴۲ زره راستنېدونکو او اړمنو افرادو ته اقتصادي فرصتونه برابر شوي. د بشري مرستو په چوکاټ کې له څه باندې ۴۲۰ زره كورنيو سره د ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو، جامو، نغدو پیسو او نورو اړينو موادو مرسته شوې ده. دغه‌راز له ترکیې څخه راستنېدونکو کډوالو ته ٢۶٠ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې ده.