ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عزت الله اصف د صدا او سيما خبري شبکې له مرستيال او د سحر افغانستان نړیوالې شبکې له مدير سره لیدنه وکړه

د ایران په پلازمېنه تهران ښار کې د افغانستان په سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې عزت الله اصف د صدا او سيما خبري شبکې د بهرنيو اړیکو له مرستيال احمد نوروزي او د سحر افغانستان نړیوالې شبکې له مدير مرتضی شمسي سره د فرهنګي او رسنيزو اړيکو د پياوړتیا په موخه لیدنه وکړه.

ښاغلي نوروزي له رسنيو سره د اړيکو پر اړتيا ټينګار وکړ او د راتلونکو فعالیتونو لپاره يې د دوه ‌اړخیزو او دوامداره اړیکو پر پراختيا خبرې وکړې.

همداراز د سحر افغانستان نړیوالې شبکې مدیر مرتضی شمسي د افغانستان د سياحتي او تفريحي ځايونو او کډوالو په اړه د معلوماتو د خپرولو او ټولنې ته د هغوی خدمتونه بیان کړل.

ښاغلي اصف د سحر افغانستان نړیوالې شبکې له کارکوونکو او فعالیتونو څخه د ليدنې تر څنګ له ښاغلي نوروزي او د هغه له ټيم سره د فرهنګي پروګرامونو او ګډو ارزښتونو د پېژندلو په موخه خبرې وکړې.