د راپورونو له مخې، د روسیې په ختیځ کې نن سهار د رېښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې شوې ده.
د روسیې د کمشاتکا ساحلي ښار د زلزلې مرکز ښودل شوی، چې له خبرداري وروسته د څلورو مترو په لوړوالي سونامي هم رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، چې یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې او سېلابونه راوتلي، خو د مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د روسیې په ختیځ کې بېړنۍ حالت اعلان شوی. ځايي چارواکو دا په وروستیو لسیزو کې تر ټولو زوروره زلزله ګڼلې ده.
روسي چارواکو ویلي، چې د روسیې په ختیځ کې له ګواښ سره مخ خلک له خپلو سیمو ایستل شوي دي.
له دې زلزلې وروسته د جاپان په یو شمېر ختیځو ساحلونو، اندونیزیا او د امریکا په هاوایي ایالت او الاسکا کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی.

