د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په همغږۍ ۷۰ تنو معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې یاد مجاهدین به د خیاطۍ، د کمپیوتر زدهکړې، د موبایل ترمیم، د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم، د موټرسایکل او موټر ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته د کار بازار ته د ماهرو کارګرو په توګه وړاندې شي.
د دې وزارت د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس مولوي رحیمالله صراح په خپلو خبرو کې وویل، تاسو هغه فداکار او مخلص کسان یاست، چې د اسلامي او عادل نظام د حاکمیت په لار کې مو نه یوازې خپل وخت، بلکې د خپل وجود غړي قرباني کړي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او ټينګښت لپاره مو نهستړې کېدونکې هلېځلې ترسره کړې دي. دا قربانۍ مو د قدر وړ دي او موږ ستاسو خدمت ته ژمن یو.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو همکارو ادارو په همغږۍ ژمن دی، چې معلول مجاهدین به په ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې تثبیت او تشخیصوي او د هر ولایت په کچه به هغوی ته د فني او حرفوي زدهکړو او استوګنې مناسب مرکزونه ترتیب او تنظیم کړي، ترڅو دوی وکولی شي مسلکي زدهکړې ترلاسه کړي.
ورپسې د فني او حرفوي زدهکړو د همغږۍ او انسجام رییس مولوي عبدالغني وفا هم په خپلو خبرو کې معلولو مجاهدینو ته ډاډ ورکړ، چې تر نظري او عملي زدهکړو وروسته به یاد وزارت په اړوندو حرفو کې ورته د کار زمینه هم برابره کړي، ترڅو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
په پای کې معلولو مجاهدینو هم د خپلو ستونزو د حل، د ژوند شرایطو د ښه کولو او د شته اړتیاوو د پوره کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

