له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د اوچا له رییسې اغلې ازابيل او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ښاغلې ترابي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، خوښ یو چې یو بل سره همکاري کوو او موږ تل هڅه کوو چې له بېلابېلو لارو زیانمنو کورنیو ته رسېدنه وکړو او پر وخت یې د مرستو څخه برخمن کړو.
نوموړي ټینګار کړی، چې ټول موسسات باید افغانستان کې بنسټیز کارونه وکړي تر څو خلک له مرستو څخه ښه ګټه واخلي.
همدارنګه ملا نورالدین ترابي د وچکالۍ ځپلو سیمو کې ستونزې هم د اوچا له رییسې سره شریکې کړې او ویلي یې دي، چې د بادغیس ولایت د درینور ولسوالۍ اوسېدونکي د سختې وچکالۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د څښاک اوبو ته هیڅ لاسرسی نه لري.
نوموړي خبرداری ورکړی، که د اوبو رسونه ژر ونهشي، نو شاوخوا دوه زره او ۷۵۰ کورنۍ به له خپلو سیمو څخه بېځایه شي.
ښاغلي ترابي زیاته کړې، چې د دغې ستونزې د حل په موخه مو له بېلابېلو موسسو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه مو ترې کړې ده.
د اوچا رییسې اغلې ازابيل ویلي، چې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو چې کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي.
نوموړې زیاته کړې، چې د تېرو کلونو په پرتله زموږ په بودیجه کې د پام وړ کموالی راغلی دی او موږ تل هڅه کوو، چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړو او زیانمنې کورنۍ د مرستو څخه برخمنې کړو.
اغلې ازابیل ویلي، چې دوی هر کال کلنی پلان جوړوي، پکې بېلا بېلو برخو ته ځانګړې بودیجه ټاکي او د بادغیس ولایت د وچکالۍ ځپلو سیمو ستونزه به له اړوندو موسسو سره شریکه کړي.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه وړي، چې خنډونه یې رامنځته کړي دي.

