ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې د ۳۵ پروژو چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې د ۴۵ پروژو له جملې د ۳۵ چارې بشپړې شوې دي.

سربېره پر دې د یو زرو او ۲۱ کیلومتره سړک د امکان‌سنجۍ مطالعه، د ۳۵۰ کیلومتره سړک د توپوګرافي سروې او د ۱۲۶.۵ کیلو متره سړک او ۱۷ پُلونو د ډیزاین چارې هم بشپړې شوې دي.

دغه راز د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک او د کابل-کندهار لویې لارې د ۴۸۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د مسولینو په وینا، تېر کال د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د شاوخوا ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه سوداګریزو توکو صادرات، واردات او ترانزیټ شوی.

دوی ډاډ ورکړی، چې نړیوالو بازارونو ته د سوداګرو توکو لېږد په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه هڅې روانې دي.

د ټولګټو وزارت مسولینو زیاته کړې، په بېلابېلو برخو کې د ۲۰۰ پروژو تطبیق پیل شوی، چې له جملې یې د ډېری پروژو چارې بشپړې شوې او د يو شمېر نورو د تطبيق کارونه په چټکۍ سره روان دي.

د دې تر څنګ د یوه ايراني شركت له لوري د ۴۷.۳ کیلو متره په اوږدوالي د هرات-خواف پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې دي.

همدارنګه د ۱۱۳ کیلو متره په اوږدوالي د تورغونډۍ-هرات د پټلۍ پروژې د سروې او ډيزاين کارونه روان دي او د ٩٦ كيلو متره په اوږدوالي د کندهار-سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ د پروژې قرارداد هم له یوې خصوصي شرکت سره شوی دی.

د مسولینو په خبره، له تركمنستاني لوري سره د ۵۵ کیلومتره په اوږدوالي د اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډيزاين په اړه خبرې روانې دي.

د ۷۳۷.۵ کیلو متره په اوږدوالي د هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصيلي سروې او ډيزاين په اړه د ٢۶۴ ميليونه افغانیو په ټولیز ارزښت له پینځو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ په څلورو مسيرونو حيرتان-مزار شریف، اقینه-اندخوی، تورغونډۍ او خواف-هرات کې د ٢٣۶ کيلومتره مسير د ترميم، ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوې دي.

د ټولګټو وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ د کابل-هرات لويې لارې په اوږدو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړولو کار پیل شوی. د دغو پروژو مجموعي لګښت ۴۶۷.۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې ۶ جوماتونه د کابل-کندهار او ۸ نور د کندهار-هرات لويې لارې په اوږدو کې جوړېږي.