ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یو زر او ۲۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره او ۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۱۶۹ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او ۲۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸۴ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۲۱۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۳۰۹ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۶ تنه و، کندهار، هرات، هلمند، غزنی او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۰۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۳۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۴۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۶۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۸۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۲ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹۴ زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې ۴۷۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۴۹‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۴۰ تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، کاپيسا، پروان، لغمان، ننګرهار او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱ یو میلیون ، ۱۹۸ زره او ۷۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۶۰۵ کورنۍ او ۱۹ زره او ۹۴۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۴۰۲ کورنۍ او دوه زر او ۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او ۵۵۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۵۰۰ عدده