برېتانیا، المان او فرانسې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه تړانګه کې د سملاسي اوربند او د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
دوی ویلي: “هغه بشري ناورین چې موږ یې په غزه کې شاهدان یو، باید همدا اوس پای ته ورسېږي. د خوړو او اوبو په شمول د خلکو لومړنۍ اړتیاوې باید له ځنډ پرته پوره شي. له اړینو بشري مرستو د ملکي وګړو محرومول د منلو وړ نه دي.”
یادو درېیو اروپایي هېوادونو له اسرائیلي رژیم غوښتي، چې غزې ته د بشري مرستو پر لېږد لګېدلي بندیزونه لېرې کړي او مرسته رسوونکو سازمانونو ته له قحطۍ سره د مبارزې اجازه ورکړي.

