ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فرانسه، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون (پنجشنبه، د زمري ۲مه) اعلان کړی، چې فرانسه، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

مکرون په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې دا پرېکړه به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې اعلان کړي.

نوموړي لیکلي: “اوسنۍ بېړنۍ اړتیا دا ده، چې د غزې جګړه پای ته ورسېږي او ملکي وګړي وژغورل شي.”

ایمانوېل مکرون زیاته کړې: “سوله شونې ده. موږ سملاسي اوربند، د بندیانو خلاصون او د غزې د خلکو لپاره پراخه بشري مرستو ته اړتیا لرو.”

د فرانسې د ولسمشر په وینا، په دې سره به فرانسه له جي اووه هېوادونو لومړنی هېواد وي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

فلسطیني چارواکو د مکرون د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

جي۷ د صنعتي پرمختللو هېوادونو یوه ډله ده، چې د فرانسې تر څنګ امریکا، برېتانیا، اېټالیا، جرمني، کاناډا او جاپان پکې شامل دي.