د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې پر لوېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې.
یاد وزارت د روسیې فدراسیون له حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د روسیې دا مسافر وړونکې الوتکه پرون پنجشنبه د دې هېواد په ختیځه سیمه کې لوېدلې ده.
د روسیې د بېړنیو خدماتو اړوند چارواکو ویلي، چې په الوتکه کې سپاره ټول ۴۹ کسان وژل شوي دي.

