ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت: تېر کال د کانونو په برخه کې ۵۲ تړونونه لاسلیک شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

دوی د خپلو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې له شرکتونو او پانګوالو سره د کانونو په برخه کې ۱۰ لوی او ۴۲ کوچني تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه‌راز ۴۹ شرکتونو ته د کانونو په سکټور کې د کار جوازونه هم ورکړل شوي دي.

مسولینو زیاته کړې، چې د ۳۷۸ کاني ساحو او ظواهرو پېژندنه او څېړنه، د ۴۰۰ تخصصي نقشو چمتو کول او د درې زره او ۸۷۵ کاني نمونو تحلیل د دې وزارت د تېر کال مهمې لاسته‌راوړنې دي.

سربېره پر دې د شبرغان-مزارشریف د ګازو د لېږد پروژوې چارې بشپړې شوې، چې ګټې اخیستنې ته له سپارلو وروسته به په ورځني ډول ۱.۵ میلیونه مکعب متره ګاز ولېږدوي.

د جوزجان د يتيم تاق ساحه کې ۷ څاګانې تر کیندنې وروسته فعالې شوې، چې د هرې څاه د استخراج ورځنی ظرفیت ۱۰۰ متر مکعب ګاز ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مسولینو په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په پانګونې سره په ټوليز ډول د کوچني مقايس كانونو ۱۷۵ قراردادونه منظور شوي دي.

د دې تر څنګ په تېرو څلورو کلونو کې د لوى مقیاس كانونو ۲۸ قراردادونه له كورنيو او بهرنيو شركتونو سره لاسلیک شوي، چې ارزښت يې شاوخوا ۷.۵ میلیارده افغانيو ته رسېږي.

سربېره پر دې په بدخشان او تخار ولايتونو کې د ناقانونه زرشویي فعالیتونه بند شوي او اوس دا بهير قانوني شوى. دې اقدام د عوایدو د شفافیت ترڅنګ نږدې ۲۰ زرو کسانو ته په مستقيم او غيرې مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړې ده.

همدارنګه افغانستان د مالګې د تولید په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسیدلی. څرنګه چې په هېواد کې د مالګې کلنۍ اړتيا ۳۰۰ زره ټنه ده، د تولید ظرفیت ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی او دا یو مهم پرمختګ دی.

د مسولینو په وینا، تر دې دمه د ۶۱ کيلو متره پایپ لاین او په اوږدو کې يې د ۲۸ کیلو متره سړک تخنيکي سروې بشپړه شوې او د ۱۳ کيلو مترو په اوږدوالي لولې هم لګول شوې دي. په لومړي پړاو کې له تور غونډۍ څخه د هرات تر ګذرې ولسوالۍ پورې ١۵٣ کيلو متره پایپ لاین په پام کې نيول شوی دی.

دوی ډاډ ورکړی، چې د کانونو سکټور د لا ښه تنظيم او فعاليتونو د انسجام لپاره د قوانينو، مقرراتو، طرزالعملونو او نورو اړينو اسنادو پر جوړولو کار روان دی.