د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د دې وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاستهراوړونو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر یو کال د هېواد په ۱۳ ولایتونو او ۱۴۲ ولسوالیو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴۳ چکډیمونه جوړ شوي دي.
په دې موده کې ۸۴۲ د اوبو رسولو پروژې هم بشپړې شوې او ۵۵۹ نورې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي. همدارنګه د کانالونو، کاریزونو، استنادي دېوالونو او چېک ډېمونو د ۷۳۷ پروژو د پلي کولو چارې هم روانې دي.
د دې تر څنګ د واخان دهلېز د لومړي فاز د ۴۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او د دویم فاز چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
د مسولینو په خبره، د پاکو اوبو د برابرولو، د کوچنیو او لویو بندونو پلونو، پلچکونو، سړکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د فراه ولایت کج صمد بند د دې وزارت له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل شوی، چې د شاوخوا ۲ میلیارده افغانیو په مالي لګښت د وزارت له بودیجې تمویلېږي. د تازه مطالعاتو له مخې، د دې بند لوړوالی ۸۰ متره او د اوبو د زیرمه کولو ظرفيت يې ۳۳۳ ميليونه مكعب متره اټکل شوی، چې ۲۸ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبولاى شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو زیاته کړې، چې دا مهال د بادغیس ولایت د قادس خوردک په سيمه کې د څه باندې ۱۳ ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه لوی بند د جوړولو چارې هم روانې دي.
د مسولینو په وینا، دسړک جوړولو لسګونه پروژې بشپړې شوې او اوسمهال د ١٩۵ کیلو متره سړک د جوړولو چارې دوام لري، چې له امله یې زرګونه کسانو ته موقتي کاري فرصتونه برابر شوي دي.
سربېره پر دې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۵ زره متره استنادي دیوال او د بادغیس په قلعه نو کې د اوبو رسولو شبکې د چارو بشپړېدل د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل شوي دي.
مسولینو ویلي، چې په فراه، هلمند، لوګر، کندهار، روزګان او دایکندي ولايتونو کې د يو شمېر پروژو د سروې او ډيزاین چارې بشپړې شوې، چې ډېر ژر به يې د تطبيق لړۍ هم پيل شي.

