ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد ته د راستنو شویو د زده کړو د دوام په موخه د کډوالو چارو او پوهنې وزارتونو د استازو ترمنځ ناسته وشوه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د حقوقي ملاتړ رييس غلام نبي الله دادخيل ستانکزي په مشرۍ د راستنېدونکو د زده‌کړو د دوام په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رييس مفتي محمد يوسف ثاقب ترمنځ ناسته وشوه.

ښاغلي ستانکزي ویلي، زياتره راستنېدونکي د تحصيلي اسنادو او مدارکو له نشتوالي سره مخ دي او د دوی د جذبولو او د زده کړو د دوام لپاره بايد اسانتياوې رامنځته شي.

همدارنګه نوموړی زیاته کړې، چې د هېواد په ولايتونو کې د پوهنې وزارت دويمو واحدونو ته دې لارښوونه وشي، تر څو د راستنېدونکو ستونزې مخکې له مخکې د چمتو شويو فورمو په رڼا کې حل کړي.

همدارنګه مفتي محمد يوسف ثاقب ویلي، هغه راستنېدونکي، چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، کولای شي د اړوند ولايت مقام ته مراجعه وکړي او د زده کړو د دوام په اړه د حکم په تر لاسه کولو سره د ولايتونو د پوهنې رياستونو ته ورشي، ترڅو د دوی ستونزې حل شي.

نوموړي د راستنېدونکو چارو د پلي کېدو په بهیر کې د اسانتیا او روڼتيا د رامنځته کولو په موخه د خپل وزارت له‌خوا د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

په پای کې پرېکړه شوې، چې د یادې ستونزې د لاښه مدیریت په موخه او د دواړو وزارتونو د لا زیاتې همغږۍ او روڼتیا لپاره یوه  ګډه کمیټه جوړه شي.