د امنيتي او تصفيوي چارو د مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د کمېسيون مرستيال او د کورنيو چارو وزارت مرستیال ملا رحمتالله نجيب په مشرۍ وشوه.
غونډه د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې له بحث سره پيل شوه او ګډونوالو د شته وضعيت په اړه راپورونه وړاندې کړل.
د راپورونو پر بنسټ، د هېواد امنيتي حالت د ډاډ وړ وبلل شو او د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټينګار وشو.
همداراز، د ولايتونو له لوري د راغلو راپورونو، وړاندیزونو او غوښتنو څېړنه وشوه او د یادو غوښتنو د حل لپاره اړوندو ادارو ته اړینې لارښوونې وشوې.
د غونډې په پای کې ګډونوالو په هېواد کې د روانو اقتصادي پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره یې د بشپړ امنیت تامینول د امنیتي ارګانونو سپېڅلې او ملي دنده وبلله.

