ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د یورانیمو غني کول به دوام ولري، خو خبرو اترو ته چمتو یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې تهران د یورانیمو له غني کولو څخه لاس نشي اخیستی.

دا پروګرام تېره میاشت د امریکا او اسرائیلي په بریدونو کې سخت زیانمن شوی دی.

سید عباس عراقچي فاکس نیوز ته ویلي: “اوس دا پروسه ځکه درېدلې، چې زیانونه جدي او سخت وو، خو څرګنده ده چې موږ د یوارنیمو له غني کولو لاس نشو اخیستی، ځکه چې زموږ د خپلو ساینس پوهانو لاسته راوړنه ده او له دې وړاندې د ملي ویاړ موضوع مطرح ده.”

نوموړي د مرکې په پیل کې ویلي، چې ایران له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو د اوس لپاره به مستقیمې نه وي.

ښاغلي عراقچي زیاته کړې، موږ د باور جوړونې هر ډول اړین اقدام ته چمتو یو، تر څو ثابته کړو چې د ایران هستوي پروګرام سوله‌ییز دی او تل به سوله‌ییز پاتې شي او هېڅکله به اټومي وسلې جوړې نه کړي، په مقابل کې هیله لرو، چې دوی هم بندیزونه لېرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي، تر څو د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو اترو له لارې حل ومومي.

ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاوه غیرې مستقیمې خبرې اترې کړې دي. د دواړو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته وځنډېدل، چې لا یې هم د پيل کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

د ایران او اسرائیلي رژیم د جګړې په جریان کې امریکا هم د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل او د هغوی د له منځه وړلو ادعا یې وکړه.