ټولګټو وزارت، د کابل – ميدان وردګ لويې لارې” ارغندۍ ۔ دراني بازار” د ٢٧ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې پیل کړی دی، چې دا مهال په سیمه کې عملا کار جریان لري په همدې اساس؛ د ترانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه؛ ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ميدان وردګ-کابل لويه لار سر له شنبه ورځې (د ۱۴۴۵، د محرم الحرام ۲۵مې) نېټې څخه د هغو باروړونکو او غټو مسافر وړونکو موټرو پرمخ د سهار له ۶ بجو د مازديګر تر ۶ بجو پورې د سيسۍ تنګي دوراهي په سیمه کې تړل کیږي، چې کابل لوري ته د حرکت په حال کې وي.
ټولګټو وزارت، د لویو باروړونکو او لویو مسافر وړونکو وسایطو له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتې، چې د دغه وزارت له لوري تر بیا خبرتیا پورې دې د میدان وردګو ولایت له تنګي سیمې څخه په تېرېدو (د کابل ۔ لوګر) پر لویه لار تګ راتګ وکړي.
دغه راز د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره په همدې مسیر کابل۔میدان وردګ کې بدیل فرعي مسیر اماده شوی دی، چې کوچني مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي.

