ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملاعبدالغني برادر اخوند ترکیه کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې الله تعالی پر افغانانو رحم وکړچې له شل کلن اشغال څخه یې خلاص کړل او داسې سراسري امنیت یې ور په برخه کړ، چې دوی یې له لسیزو ارمان کاوه.

 ښاغلي برادر زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو په معدن کې له افغانانو سره د اروپایي او اسیایي پانګوالو په ګډون د قراردادونو ترلاسه کول او پانګونه ده.

د یاد کنفرانس پر مهال ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د رامنځته شوو اسانتیاوو په اړه ویلي، چې د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ او اقتصادي ودې په موخه د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د پانګوالو استازي ګډون کوي، په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د چارو د ژر ترسره کېدو او بیروکراسۍ د مخنیوي په موخه د اقتصادی معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه ګډه کمېټه جوړه شوې، د کانونو د استخراج په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شوی او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین  حفظه‌الله په هدایت د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو چارې روانې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو استازي هم پکې ګډون لري.

اقتصادي مرستیال د یادې غونډې په پای کې ویلي، چې افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې د ابادولو مسولیت لرو.

دغه راز ښاغلي برادر په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي، ترڅو دا هېواد په ګډه جوړ او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاج څخه وژغورو.