ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: افغان کډوالو ته دې د ستنېدو لپاره لازم فرصت ورکړل شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رییس فیلیپو ګراندي د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه پر جبر ایستل کېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو او له دوی سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرینو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته باید لازم فرصت ورکړل شي، څو وکولی شي خپل حسابونه تصفیه او مالونه وپلوري او په دې ګرمه هوا کې زیاتو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي تر څو د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي، خو د خلکو ستونزې ډېرې دي او د نړیوالو ادارو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيس فيلپو ګرانډي ویلي، چې دوی به د را ایستل کيدونکو کډوالو وضعيت له نږدې وګوري او له هغوی سره به په خپل ټول توان مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تېرو څو لسيزو کې له افغان کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ور کړي.

دغه‌راز مولوي امیرخان متقي نوموړي ته د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړي دی.