ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح لړۍ پيل شوه

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح لړۍ نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۵مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پیل شوه.

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، څلور کاله وړاندې اسلامي امارت داسې مهال واک ته ورسېد، چې هېواد له ګڼو امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ستونزو سره مخ و.

دغه‌راز افغانستان د یوه کاذب اقتصاد خاوند او تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و. په اکثرو دولتي ادارو کې اداري او اخلاقي فساد خپل اوج ته رسېدلی و. افغانستان په نړیواله کچه له بېلابېلو ننګونو او بندیزونو سره لاس او ګرېوان و او هڅې روانې وې ترڅو په یوه منزوي هېواد بدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د تېرې څلور کلنې دورې په ترڅ کې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې مهم او مثبت بدلونونه او اصلاحات راوستي دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع په وینا، د امارتي ادارو په تشکیلاتي جوړښت کې مهم اصلاحات راوستل شول، غیرې ضروري او مشابه جوړښتونه لرې کړل شول او ادارې د یو واضح لیدلوري او مشخص ماموریت پر بنسټ تنظیم شوې دي.

سربېره پر دې د اداري فساد مخنیوی، د عوایدو راټولولو روڼتیا او د کورنيو عوایدو پر مټ د ملي بودیجې جوړول بل هغه تاریخي ګامونه وو، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د همدې اصلاحاتو په پایله کې نن امارتي ادارې هم په مرکز او هم په ولایتونو کې خپلې چارې په منظمه توګه پر مخ وړي. اړمنو ته خدمات رسوي، چارې په روڼتیا ترسره کېږي او د سیمه‌ییزې او مرکزي ادارې ترمنځ همغږي ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.