ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره: د غزې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې له خوارځواکۍ سره مخ دی

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا ویلي، چې د غزې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دی.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د دوام لرونکې کلابندۍ له امله په ټوله تړانګه کې د ماشومانو لوږه په چټکۍ سره خپرېږي.

د انروا مشر فېلېپ لازاريني پرون سې‌شنبه ویلي، چې د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی د غذایي توکو د سخت کمښت لامل شوی. نوموړي د ماشومانو لوږه قصدي او پلان شوې یاده کړې ده.

ښاغلي لازاریني ټینګار کړی، چې ملګرو ملتونو ته باید اجازه ورکړل شي، تر څو غزې ته په پراخه کچه بشري مرستې ورسوي.

د انروا مشر زیاته کړې، چې له ۸۷۰ ډېرو قحطۍ ځپلو فلسطینیانو د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بشري بنسټ په مرکزونو کې د مرستو اخیستلو په هڅه کې ژوند بایللی. د نوموړي په خبره، که اوربند لا پسې وځڼډېږي، د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

سربېره پر دې د انروا مسولینو په غزه کې د درملو، د تغذیې اکمالاتو او د حفظ‌الصحې او سون توکو د سملاسي کمښت خبرداری ورکړی دی.

دوی ویلي، روغتيايي ټیمونو یې تایید کړې چې په غزه کې خوارځواکي په چټکۍ سره خپرېږي، په ځانګړي ډول د مارچ له دویمې نېټې وروسته په څه باندې څلور میاشتنۍ کلابندۍ کې یې شدت لا پسې زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند روغتیايي کارکوونکو ویلي، چې د غزې په څېر خوارځواکي یې پخوا یوازې په کتابونو او مستندونو کې لیدلې وه.

د دوشنبې په ورځ یونیسف هم ویلي وو، تېره میاشت په غزه کې له ۵ زره او ۸۰۰ ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ تشخیص شوي وو، چې له زرو ډېر یې له سخت حالت سره لاس او ګرېوان وو.