ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: له بهر څخه د مخدره توکو قاچاق د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی، نړیوال دې عملي ګامونه واخلي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له عملیاتي رییس بو ماتیاسن او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق د مخنیوي او د معتادینو د درملنې په برخه کې د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې د هېواد ټول ارګانونه او امنیتي ځواکونه په جدي ډول د دې پدیدې پر ضد مبارزه کوي او اجازه نه ورکوي، چې یو ځل بیا دا پدیده زموږ ټولنه او سیمه متضرره کړي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت، عایداتي قانوني سرچینو، مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز اندیښنه څرګنده کړې، چې له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ورته‌مهال د “UNODC”دفتر مسولینو د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده اقدامات ستایلي او په دې برخه کې یې د شوې مبارزې مثبته ارزونه کړې ده.

 د ناستې په پای کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د مخدره توکو پر ضد مبارزه باید غیرسیاسي پاتې شي، د بشـري همکاریو روحیه دوامداره وساتل شي او د مخدره موادو د مخنیوي په اړه ناستې باید عملي پایلې ولري.