ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي فضل محمد حقاني په ایران کې د هېوادونو د سفیرانو او استازو په ناسته کې ګډون وکړ

په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوی فضل محمد حقاني په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې هېواد کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو او ځانګړو استازو لپاره جوړه شوې وه.

په تهران کې د اسلامي امارت سفارت د خبر پاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سیمې په کچه د وروستیو بدلونونو او د یاد هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په اړه موضوعات وړاندې کړي دي.