ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په امریکا کې وسله‌وال برید؛ پینځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پرون یکشنبه د امریکا د کینټاکي ایالت په یوه کلیسا کې وسله‌وال برید شوی، چې دوې مېرمنې پکې وژل شوې او دوه نارینه ټپیان دي.

له دې وړاندې بریدګر لومړی یو سرتېری په ډزو ټپي کړی، وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی او په کلیسا کې یې برید کړی.

ځايي پولیسو ویلي، چې یاد بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

د دوی په خبره، ټپيان، چې د یوه حالت نازک ښودل شوی، روغتون ته لېږدول شوي. سربېره پر دې د سرتېري او یوه بل ټپي روغتیايي حالت د ډاډ وړ یاد شوی دی.