په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب د خیبر پښتونخوا ایالت له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د افغان کډوالو او خلکو ترمنځ په تګ راتګ خبرې کړې دي.
ښاغلي کنډاپور په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د روغتون جوړولو او د کرنې برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.
همدا راز دواړو لوریو ټینګار کړی، چې ګډو مشترکاتو ته په کتو باید په ورورګلوۍ ولاړې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

