ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند د مناسبو شرایطو برابرولو ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر او اړوندو سیمو ته د هغوی د لېږد پروسې څخه په کابل کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي حنفي له نږدې د کډوالو د راستنېدو بهیر او خپلو اړوندو ولایتونو او سیمو ته د هغوی د لېږد پروسې څارنه وکړه او مسوولینو ته یې د چارو پر وخت رسېدنې ټینګار وکړ.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا، خوړو او اوبو برابرولو په ګډون د بېلابېلو خدماتي برخو کې د ټاکل شویو پلاوو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

همداراز نوموړي د راستنېدونکو هېوادوالو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو د کډوالو اساسي اړتیاوو ته لا زیاته پاملرنه وشي.