د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د کابل ښاروالۍ تخنیکي او ساختماني مرستیال ښاغلي عامر یاسر سره، کابل کې د ساختماني پراختیايي پروژو لپاره د برېښنا شبکو اړوند پایو، ترانسفارمرونو او تجهیزاتو ځایونو بدلون او تخنیکي اړخونو په اړه د همغږۍ ناسته وکړه.
د کابل ښاروالۍ مرستیال د افغانستان برېښنا شرکت له ټولو همکاریو مننه وکړه او د پلان شویو او روانو ساختماني پروژو په برخه کې یې د دغه شرکت له رهبرۍ څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ډاکټر عبدالباري عمر د ښاروالۍ رغنیزو پروژو هڅې او پرمختګونه وستایل او ښاغلي مرستیال ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاروالۍ پراختیايي پروژې او ماسټر پلان له تطبیق مخکې دې د هر ډول بدلونونو په اړه له برېښنا شرکت سره لازم معلومات شریک شي.
ښاغلي عمر وویل، د دواړو لوریو ترمنځ مخکې له مخکې همغږي ضروري ده، څو د چارو پر وړاندې خنډونه لرې شي او د کار بهیرونه او لګښتونه ضایع نه شي.
په ناسته کې د کابل برېښنا ریاست مسوولینو هم ګډون درلود او د رغنیزو پروژو په یو شمېر برخو کې یې خنډونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

