ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت: د راستنېدونکو کډوالو د اولادونو د ښوونې مسوولیت مو دیني او ملي مکلفیت دی

پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د خپل دیني، وظیفوي او ملي مکلفیت له مخې، له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د راستنو شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو تود هرکلی کوي او د هغوی د اولادونو د ښوونې او روزنې مسوولیت په پوره ژمنتیا سره پر غاړه اخلي.

په اعلامیه کې راغلي، راستانه شوي زده‌کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو، او نورو امارتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذب شي، څو وکولای شي خپلو زده‌کړو ته له خنډ او ځنډ پرته، په یوه خوندي، باوقاره او اسلامي چاپېریال کې دوام ورکړي.

همداراز، وزارت له ټولو درنو والدینو، سیمه‌ییزو مسوولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتي، چې د دغه اسلامي او ملي مسوولیت د ښه ترسره کولو لپاره له وزارت سره مخلصانه همکاري وکړي.