ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپایي ټولنې د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت له افغانانو څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی

اروپايي ټولنې د جولای د ۱۱مې په مناسبت، چې هر کال د نفوسو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

یادې ټولنې په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو. همدارنګه د زده کړو د پراختیا تر څنګ د یونیسف او خوړو د نړیوال پروګرام په همکارۍ ښوونځي بیارغوو.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پر اساسي اړتیاوو او پایښت لرونکې راتلونکې تمرکز لرو.

یادې ټولنې زیاته کړې، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او یونیسف سره کار کوو، تر څو کډوالو، را ستنو شویو او کورنیو بې‌ځایه شویو ته د زده‌کړو او کاري بوختیا زمینه برابره کړو. دغه‌راز له کروندګرو سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو د اغېزو په مخنیوي کې کار کوو، تر څو کرنیز سیسټمونه له اقلیمي بدلون سره عیار کړو.

له بل لوري په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي کورمایا ویلي، چې جاپان د افغانستان لپاره د یونیسف له دفتر سره ۵ میلیونه ډالر مرسته کړې، تر څو دا بودیجه د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره وکارول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مرسته د افغان ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې د جاپان د تلپاتې ملاتړ یوه نښه ده.

په افغانستان کې د یونیسف د دفتر رییس د جاپان له مرستې هرکلی کړی او دا کار یې د ګوزڼ ضد واکسین د پوښښ پراخېدو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ټاکل شوې، چې په دې یوه کلن پروګرام کې به څه باندې ۱۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.