د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون رییس په یوه خبري کنفرانس کې ایراني چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې د افغان کډوالو حقونه باید خوندي او په کمپونو کې ورسره له ناوړه چلند څخه ډډه وشي.
ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې ایران باید د یوه اسلامي او ګاونډي هېواد په توګه د افغان کډوالو اسلامي او انساني حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له ډیپلوماټیکو لارو له ایراني چارواکو سره اړیکې کړې دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال ډاډ ورکړی، چې له ایران څخه هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت کنټرول دی او په عادي ډول په بېلابېلو برخو کې خدمتونه ورته وړاندې کېږي.
دغهراز د وسایلو او کارکوونکو د تعداد په زیاتېدو سره کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کېدو کې ښهوالی راغلی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د بیا میشتېدنې لپاره د ښارګوټو د شمېر زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې اوسمهال د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي.
د ښاغي حنفي په خبره، د راستنو شویو لپاره پخپلو اړوند ولایتونو کې ښارګوټي جوړېږي.

