ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون مرستیال او د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت‌الله نجیب په مشرۍ وشوه.

په غونډه کې د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث وشو، روان پرمختګونه وارزول شول او د شته امنیت په اړه ډاډ څرګند شو.

د غونډې یوه مهمه موضوع له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د امنیتي ځواکونو د خدماتو څرنګوالی و.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې راستنېدونکي هېوادوال باید د اسلامي اخوت او ملي ژمنتیا له مخې په پوره اخلاص، خواخوږۍ او مسولانه ډول وپالل شي.

همدارنګه د کمېسیون غړو اړوندو امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو افغانانو د راتګ پر مهال دوی ته هر اړخیز امنیت او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو دوی له هر ډول ستونزو او ځنډ پرته خپل هېواد ته په خوندي ډول راستانه شي.