ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د سرپل له والي سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل له والي مولوي ظریف مظفر سره لیدنه کړې.

په پیل کې ښاغلي مظفر د یاد ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت او سیمه‌ییزې حکومتولۍ په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدین او مسوولین په یاد ولایت کې تل د خلکو په خدمت کې دي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او هڅه کوي، چې خلکو ته د هوساینې چاپېریال برابر کړي.

د سرپل والي دغه‌راز د پراختیایي چارو، روغتیا، کارموندنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه د خلکو غوښتنې شریکې کړي او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د امنیت ټینګښت، د خلکو د ستونزو حل او د ګاونډیو هېوادونو له خوا په جبر راستنو شویو هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د یادو چارو د ښه ترسره کېدو لپاره به د مسوولینو هڅې دوام ومومي.