ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اونۍ په هېواد کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۴ قضیې حل شوې دي

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې تېره اونۍ په ټول هېواد کې د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۴ قضیې حل شوې دي.

په دې قضیو کې د کورني تاوتریخوالي، میراث، اجباري نکاح، مهر او ورته نورې شاملې دي.

دغه راز د یاد وزارت محتسبینو په هېواد کې د یووالي رامنځته کولو او قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه په کابل، خوست، ننګرهار، بلخ، هرات، میدان وردګ، بدخشان، فاریاب، دایکندي، بادغیس، لوګر، سرپل، کاپیسا او غزني ولایتونو کې درې دښمنۍ او ۱۲ لویې او وړې شخړې پر دوستۍ بدلې کړې دي.

سربېره پر دې په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، د ټولنیز عدالت تأمین او د خرافاتو مخنیوي په موخه په کندوز، جوزجان، نیمروز او بدخشان ولایتونو کې شپږ ماهر کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د دې تر څنګ محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، په ترازو کې د کموالي او بې کیفیته او تاریخ تېره موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه په ډېری ولایتونو کې له سوداګرو او هټیوالو سره ۲۵ اصلاحي ناستې کړې او لسګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دي. همدارنګه د عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره ۱۲۰ اصلاحي ناستې شوې دي.