ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سمنګان ولایت کې د ۱۱ پراختیايي پروژو کار پيل شو

د سمنګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۱ پراختیايي پروژو کار د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.

د دوی په وینا، په دې پروژو کې، د ۷.۶ کیلومتره سړک د جغل‌اچونې ترمیم او د یوه پلچک او درېو واش‌خونو جوړول، د ۱۸ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړول، د اوبو د شبکې ترمیم چې ۷۶۰۰ متره پایپونه پکې غځېږي، د اوسپنې کانکریتي د اوبو ذخیره جوړول، د ۴۳ نویو نلونو نصب، د څلورو چکدمونو جوړول چې اوږدوالی یې ۱۴، ۲۰، ۲۶ او ۲۷ متره دی، د فلټرېشن سیستم لرونکې اوبو ذخیرې جوړول او د لاسي بمبې نصب او همداراز د ۱۸۸ مترو زراعتي اوبو کانال جوړول پکې شامل دي.

دغه پروژې به د حضرت سلطان ولسوالۍ په خواجه قلاب، بغل شکاف، هزاره قدوق، بیک محمد قدوق، قوش‌زو، قره‌خوال، صاحب‌نظر، ریحان، اسیاباد، علی‌خیل، قره‌چه‌بلاق، اوملی، ګور دره، کوکه‌بلاق، کوکجر، کته‌قاق او اورلمش کلیو کې به پلي شي.

چارواکي زیاتوي، چې د دغو پروژو له پیل سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره به یې د خلکو د سړکونو، د څښاک او کرنیزو اوبو ستونزې هوارې شي.

بل‌خوا، د سمنګان ولایت یو تن اوسېدونکی وایي: “موږ کلونه د داسې برنامو انتظار کاوه، د کلي لارې مو خرابې وې، د څښاک اوبو ستونزه مو لرله، خو خوشاله یو چې بالاخره زموږ غږ د افغانستان اسلامي امارت واورېده.”