ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وشوه، چې په کې د اړوند وزارتونو استازو ګډون کړی و.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د نږدې دوه زره بېرته راستنېدونکو کسانو نوملړ او ځانګړنې له امارتي ادارو سره د کارموندنې په موخه شریکې شوې.

ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو ګډون درلود او ټینګار وشو، چې د راستنېدونکو د معلوماتو استول به دوام پیدا کړي او همداراز به د امارتي ادارو او خصوصي سکتور له همکارۍ هم کار اخیستل کېږي.

د مسوولیتونو د وېش له مخې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت به راستنېدونکو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پراخوي، د اقتصاد وزارت به د مرستو جذب ته هڅې کوي، د سوداګرۍ وزارت به راستنېدونکو سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابروي، د کډوالو چارو وزارت به د سرپناه او اړینو خدمتونو برخه کې کار کوي او د کرنې وزارت به روزنیز پروګرامونه پلي کوي.

د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغې کمېټې مشري کوي او غړي یې یاد وزارتونه دي، چې موخه یې راستنېدونکو ته د کارموندنې فرصتونه برابرول او په دې برخه کې د همغږو هڅو دوام دی.