د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو د همغږي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد هم ګډون کړی و.
نوموړي خبریالانو ته په وینا کې ویلي؛ چې اسلامي امارت مو بشپړ ملاتړ کوي او په ډاډه زړه خپلو چارو ته دوام ورکړئ.
د اسلامي امارت ویاند له خبریالانو غوښتي، تر څو حقیقت ته پوښښ ورکړي، پروپاګند او له حقیقت څخه لري خبرونه خپاره نه کړي او اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.
ښاغلي مجاهد خوښي څرګنده کړې، چې له نېکه مرغه دا اصول تر ډېره عملي شوي هم دي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني خبریالانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او هڅه کوو، چې خبريالانو ته په کاري سیمه کې ډېري اسانتياوي برابري شي.
نوموړي له خبریالانو غوښتي، چې د دولتي غونډو او پرمختیايي پروژو د خبري پوښښ په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
خبریالانو د همږغي غونډې د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د تېر په پرتله يې ډېري ستونزي حل شوې او هیله یې ښودلې چې نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

