ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان، کاپيسا او لغمان کې درې اوږد مهالې شخړې د سیمه‌ییزو مسوولینو او مشرانو په هڅو هوارې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت وایي، د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر په مشرۍ، د ځايي قومي مشرانو او ديني علماوو په دوامداره هڅو، د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۳ کلنه شخړه هواره شوه، چې د دواړو لوريو لخوا په کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.

دواړو لوریو په ترسره شوې پرېکړه د رضايت ترڅنګ، د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي.

ورته مهال د پروان ولايت مرکز چاريکار تتمدره سيمه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د نږدې ۱۷ کلونو شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر حافظ مولوي عبدالجلال فيصل په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه.

دغه اوږدمهاله شخړه د کورني جنجالونو له امله را پورته شوې وه،چې د ژورو اختلافاتو له وجې يې د يوې کورنۍ مهم غړي(ښځه او خاوند)هم سره جلا کړي وو.

مسوولينو د دې موضوع له پوره څېړنې وروسته داسلامي شريعت له مخې د دوی ترمنځ د خير په پرېکړې سره دوی بېرته سره يوځای کړل او دخوشحالۍ ژوند يې پيل کړ.

همدا راز د لغمان ولايت مرکز اړوند چهاردهي سيمې هستوګنو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له کبله هغه راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت له لوري هواره شوه، چې يو کس پکې خپل ژوند بايللی و او ترمنځ يې لويې ستونزې را ولاړې کړې وې.