د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار له والي ملا ګل محمد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا ګل محمد د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزار اداري مرستیال ته د راپور ورکولو ترڅنګ د ښوونې او روزنې، روغتیا او پراختیایي پروګرامونو په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي دي.
ملا ګل محمد ویلي، چې د یاد ولایت مسوولین تل د خلکو د ستونزو د حل او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅه کوي او په عمري کمپ کې مېشتو راستنېدونکو کډوالو ته د بېلابېلو خدمتونو برابرول دوام لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو، د هغوی د ستونزو د حل او په ځانګړې توګه راستنو شویو کډوالو ته د اړینو خدماتو په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسوولینو کړنې او اجرات ستایلي دي.
ښاغلي حنفي د ننګرهار ولایت د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د یاد ولایت والي ملا ګل محمد ته د چارو د لا ښه تنظیم او د خلکو د ستونزو د حل په موخه اړینې لارښوونې کړې دي.

