ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار د پای په مراسمو کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمه‌ییزو قطعاتو او جزوتامونو د توپچي ۶۵ مدیرانو او امرینو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی دایر شوی سیمینار پای ته ورسېد.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د جلب او جذب قوماندان مولوي تُراب الهادي طیب عمر او د رهبري شویو مرمیو استاد ملا صدیق الله مستري ګډون کړی و.

قاري محمد فصیح الدین فطرت ویلي، چې د توپچي څانګه یو له مهمو څانګو څخه ده. څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړې وي، هومره به مو اردو قوي وي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد په وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغوی پر وړاندې ودریږو.

یاد مراسم د تصدیق پاڼو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.