رويټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچينو له قوله ویلي، چې په دوحه کې د حماس او صهیونیستي رژيم ترمنځ د غيرې مستقيمو مذاکراتو لومړی پړاو بېپایلې پای ته رسېدلی دی.
سرچینو رویټرز ته د دې مذاکراتو د ناکامۍ لامل د اسرائیلي پلاوي بې صلاحیتي ښودلې ده.
دا خبرې تېره شنبه پيل شوې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې تر راتلونکې اونۍ به حماس او اسرائیل په اوربند هوکړه وکړي.
سرچینو رویټرز ته ویلي: “په دوحه کې د غیرې مستقیمو خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته اسرائیلي پلاوی بشپړ اجازه نه لري، چې له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي، ځکه هېڅ ريښتینی واک نه لري.”
د اوربند د خبرو له بیا پیل سره-سره اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشتونو او بریدونو ته دوام ورکړی. د صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې یوازې پرون یکشنبه ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پيله ۵۷ زره او ۴۱۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۶ زره او ۲۶۱ نور ټپیان شوي دي.

