د امریکا په کالفورنیا ایالت کې د پراخې اورلګېدنې له امله نږدې ۸۰ زره هکټاره ځنګلونه سوځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، دا اور تېره چهارشنبه لګېدلی او په چټکۍ سره خپرېږي.
په شاوخوا سیمو کې خلکو ته امر شوی، چې له خپلو مېنو ووځي. سربېره پر دې یوه لویه لاره هم تړل شوې او د اور لوګي نورو ښارونو ته هم خپاره شوي دي.
دغه اورلګېدنه روان ۲۰۲۵ کال په کالفورنیا کې تر ټولو شدیده ګڼل شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، چې اور لګېدنې نږدې ۵۰ ودانۍ او بنسټونه له ګواښ سره مخ کړي، خو تر دې مهاله د تلفاتو او ویجاړیو په تړاو راپور نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې، د اور وژنې کارکوونکي په سیمه کې د اور د کنټرول هڅې کوي، خو تر دې مهاله یې د مخنیوي په تړاو څه نه دي ویل شوي.

