د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر ډاکټر علي قره داغي د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې هرکلی کړی او له اسلامي هېوادونو یې د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي: “موږ د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کوو او دا پرېکړه یې د افغان ولس ارادې ته درناوی دی. په اسلامي هېوادونه غږ کوو، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې ګام پورته کړي.”
د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر زیاته کړې، اسلامي امارت هغه حکومت دی، چې د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او خپل مشروعیت یې له ولس څخه اخیستی دی.
له بل لوري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د روسیې دا پریکړه ستایلې او د دواړو هېوادونو د اړیکو رغولو په برخه کې یې ګټوره بللې ده.
ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د نشهيي توکو د قاچاق مخنیوي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پراخه هڅې کړې، چې له امله یې موږ حکومت په رسمیت وپېژانده.
باور دا دی، چې د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندل به نور هېوادونه هم وهڅوي، تر څو په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

