د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره میاشت یې د ښځو د حقونو اړوند ۲۷ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت محتسبینو په ۱۳ ولایتونو کې د ۳۱ شخړو د حل سربېره په ټول هېود کې ۱۵۶ اصلاحي ولسي غونډې هم کړې دي.
دغه راز په بلخ، میدان وردګ، غزني او بدخشان ولایتو کې یې ۴ ماهر کوډګر هم نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو له احتکار، کم وزن خرڅولو او د بېکیفیته توکو د پلور مخنیوي په موخه له سوداګرو او کسبکارانو سره ۳۸ اصلاحي ناستې کړې دي.
همدارنګه له دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو، مجاهدینو، اداري کارکوونکو او په ولایتونو کې له سیمهییزو مسولینو سره ۱۱۸ ګډې ناستې شوې دي.

