د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان د برېښنا له وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د لېږد نوې پروژې په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي ډاکټر عمر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ګاونډیو او دوستانه هېوادونو په توګه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا مهمه بللې او د یادې پروژې اړوند د راتلونکو هوکړهلیکونو په اړه یې مفصلې خبرې کړې دي.
د اوزبیکستان د برېښنا وزیر له افغان لوري مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهالې اړیکې د متقابلو همکاریو دوام ته اړتیا لري او دا نوې پروژه به دغه اړیکې نورې هم ټینګې کړي.
ټاکل شوې ده، چې د اوزبیکستان هېواد د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د لېږد په دې نوې پروژه کې پانګونه وکړي، چې له لارې به تر ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا پلازمېنې کابل او ختیځو ولایتونو ته انتقال شي.
یاده دې وي، چې افغانستان دا مهال له اوزبیکستان ، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه برېښنا واردوي، خو د کورني تولید د پراختیا لپاره د تېرو لسو میاشتو پر مهال ګڼ عملي ګامونه اخیستل شوي، چې د انرژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

