د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه نېټه د اذربایجان هېواد په خانکندي ښار کې د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست د دوام په پایله کې، د روسیې فدراسیون له خوا په رسمیت وپېژندل شو او اسلامي امارت د دغه ګام تود هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې له همدې امله له ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورې او اوږدمهاله همکارۍ په رڼا کې، د یاد سازمان له غړو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې فدراسیون په څېر د رسمیت پېژندنې په لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست، په افغانستان کې د شویو اقتصادي پرمختګونو، د پانګونې لپاره د شته فرصتونو او همداراز د افغانستان له لارې د سیمهییزو مهمو اقتصادي پروژو د تطبیق او بشپړولو لپاره د برابرو شوو فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر اخوند د ایکو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې له یوه باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو په برخو کې له نېږدې کار وکړي، چې افغانستان په یادو برخو کې له خپل لوري بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د ایکو سازمان غړو هېوادونو اقتصاد هغه وخت ښه وده کولی شي چې افغانستان هم د دې معادلې متحرکه برخه وګرځي. «
ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې له مظلومو فلسطینیانو سره د افغانستان اسلامي امارت خواخوږي یوځل بیا څرګنده کړه او ویې ویل: «هغه ظلم چې د غزې پر مظلوم ولس کېږي، باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.موږ د فلسطین د ازادۍ او د بیتالمقدس د اسلامي هویت د خوندي ساتلو پوره ملاتړ کوو. «
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وړاندیز وکړ چې: «د اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې، یعنې ۱۸مه سرمشریزه دې په کابل کې ترسره شي. موږ د دې سترې او ارزښتناکې ناستې د کوربهتوب لپاره بشپړ چمتووالی لرو او د ټولو ګډونوالو تود هرکلی کوو.«
د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزې غونډې کې د غړو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او لوړپوړو چارواکو ګډون درلود، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي، ترانسپورټي او کلتوري اړیکو، سیمهییز اتصال او پانګونې په اړه د پوره همکارۍ او همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

