د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال النور محمدوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.
ښاغلي محمدوف د افغانستان اسلامي امارت د سراسري امنیت ټینګښت، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه او د اداري فساد له منځه وړلو هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې اذربایجان له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
ډاکټر محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې د متقابلو ګټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخه او پیاوړې شي.
په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ګډ پلاوي اذربایجان ته سفر کړی دی.

