ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړۍ ربع کې څه‌باندې ۹۵۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

 ټولګټو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې(وری، غویی او غبرګولي) میاشت کې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۵۳ زره او ۲۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶ زره او ۹۴۶ مټریک ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۸۴ زره او ۳۶ متریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۵ زره او ۸۵۶ مټریک ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۱ زره او ۷۸۲ مټریک ټنه، چې ټولټال ۹۵۳ زره او۲۰ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېره لومړۍ ربع کې ( ۵۱ زره او ۴۳۲) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.