ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د نړیوال سره صلیب فدراسیون د اسیا زون له رییس سره لیدنه کړې

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د نړیوال سره صلیب فدراسیون د اسیا زون له رییس ښاغلي الکساندر متیو، په افغانستان کې د فدراسیون نوي رییس، سمع فخوري او د تشریفاتو له لوی مسوول عبد الراشد حمیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د طبیعي پېښو د خطرونو د مدیریت، زیانمنو شویو ته د رسېدنې او په اجباري توګه راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو رسولو او  ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلی ترابي، اړمنو او زیانمنو شویو ته د رسېدنې په برخه کې د نړیوال سره صلیب فدراسیون د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره چمتو ده، چې ګډو همکاریو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي همداراز له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې موږ په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره یو معیاري پنډغالی جوړ کړی او اوس مو تخنیکي ټیمونه د هرات ولایت اسلام‌قلعه او نیمروز ته استولي، ترڅو هلته هم د تورخم په څېر منظم او معیاري کمپونه جوړ شي او له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته غوره خدمات وړاندې شي.

له بلې خوا، د نړیوال سره صلیب فدراسیون او د اسیا زون رییس ښاغلي الکسانډر متیو، د یادې ادارې د قدردانۍ تر څنګ ویلي، موږ ستاسو کړنې له نږدې تعقیبوو او دا کړنې د ستاینې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده اداره نه یوازې د اسلام‌قلعه په پوله د راستنېدونکو کډوالو د مرستو هڅې کوي، بلکې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سره په نورو برخو لکه د پېښو د خطرونو ارزونه، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول، او په بیړنیو حالاتو کې د خدماتو د وړاندې کولو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ګډ کار کوي.

الکساندر متیو ویلي، کله چې موږ له مرسته کوونکو هېوادونو او تمویلونکو بنسټونو سره ناستې لرو، هڅه کوو هغوی وهڅوو، ترڅو خپلې لنډمهالې مرستې په اوږدمهالو همکاریو بدلې کړي.

د ناستې په پای کې، دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو او زیانمنو وګړو اړتیاوو ته د اغېزمنې رسېدنې په موخه به خپلې اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.